قرباني په هغه چا باندې واجب ده چې مالک نصاب وي يعنې د ۵۹۵ ګرامو سپينو زرو برابر قيمت د ضرورت څخه علاوه پيسی ، د استوګن ځای ، اضافي لباس او اضافي سامان ولري .
د زکات او قربانۍ د نصاب تر مينځ دا فرق دی چې د قربانۍ د نصاب د پاره هغه څه هم نصاب بلل کيږي چې په هغه کې زکات نه کيږي لکه د کور اضافي سامان ، د استوګنې څخه علاوه بل کور ، اضافې جامې ، د کور د پاره اخيستل شوي موټر و غيره .
و شرائطها الاسلام و الاقامة و اليسار ( اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضا يساويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتلق به وجوب صدقة الفطر ( الدرالمختار ۶ /۳۱۲ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۳ ) .
او بل دا چې د زکات د نصاب د پاره د کال پوره کيدل شرط دي مګر د قربانۍ د نصاب د پاره د کال پوره کيدل شرط نه دي بلکي که څوک د اختر په ورځ مالک نصاب وګرځي قرباني ورباندې واجبه ده ( الدرالمختار: ۵/۲۲۱ ) .
قرباني پرهغه چا چې مالک نصاب وي جلا جلا واجبه ده .
تجب علی حر المسلم مقيم موسر يسار الفطر عن نفسه لا عن طفله (الدرمختار ج ۶ ص ۳۱۵ ) .
د قربانۍ وخت :
د قربانۍ وخت د اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته دری ورځی يعنې د ذوالحجی د لسم ( د اختر ورځې ) ،يوولسم اودولسم د ماښام پورې دی .
په دې موده کې که شپه وي او که ورځ قرباني کولای شي خو د اختر لومړې ورځ بهتره ده.
سرسايه خو د اختر له لمانځه مخکې کول ضرور دي مګر قرباني د لمانځه څخه ورسته کول ضرور دي.