Home / دیني لیکني / د نوروز د لمانځلو بنیاد او شرعي حیثیت

د نوروز د لمانځلو بنیاد او شرعي حیثیت

 

دنوروز دتاريخ په اړه اسلامي مؤرخين لیکي : نوروز داور عبادت كونكو او مجوسيان ۴۸۳ كاله ترميلاد وړاندي پيل كړى چي هركال به په آذربايجان، ايران اوبلخ كې داور د عبادت كونكو لخوا لمانځل كېده . (الملل والنحل ج ۱ ص ۲۳۸)
د اور د عبادت لومړى بنسټ ايښودونكی سيسان نومېده چې د ايران د نيشاپور د حواق سيمې اوسیدونکی ؤ.
د نوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري ځكه نوبهار د ۴۸۳ قبل المسيح څخه تر ۲۶۰ قبل المسيح پورې د مجوسيانو عبادت ځاى و. خو دوخت په تېرېدو سره ۲۶۰ كاله تر ميلاد وړاندې د هندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پر افغانستان باندې يرغل وكړ چې د نوبهار آتشكده يې بنده كړه او متوليان يې ووژل . بيا نوموړى پاچا په لسګونو لوى اوكوچنى بتان په دغه آتشكده كي ودرول ،چي تر ۶۵۲ ـ م پورې چې د (۳۲هـ)سره سمون خوري همداسي دبودايانو عبادت ځاى و. (الملل والنحل ج ۱ ص ۲۳۸)

په ۶۵۲م كال خراسان د حضرت عثمان رض په خلافت كې د احنف بن قيس تميمى رض تر قوماندې لاندې د اسلام لښکر له لورې فتحه شو، د نوموړې بت خانې بوتان یې پخپله د هغو مسلمانو شویو بودايانو په لاسونو ماته كړل چې نوي د اسلام د مبين دين په خوند پوه شوي وو. افغانانو د اسلام له قبلولو وروسته ټول دینونه شاته وغورځول او هغه کفري رواجونه هم له منځه لاړل چې کافرانو دلته رواج کړي وو. افغانانو له ۳۲هـ کال څخه تر ۴۴۷ هـ کال پورې په ټول افغانستان كي د نوروز ورځ نه پیژنده او نه یې لمانځله.
په ۴۴۷ هـ كالکې د معزالدولة ديلمي واک ته رسیدل د دې سبب شول چې تیر شوي کفري رواجونه یو وار بیا په اسلامي ټولنو کې رواج شي. نوموړی یو متعصب شیعه ؤ چې راشدینو خلیفه ګانو ته یې په خطبه کې لعنت ویل لازمي وګرځول او د حسن، حسين د مياشتى لسمه، د حسنينو د شهادت په ورځ دتورو جامو اغوستل، بازارونو بندول، او ماتم او جلوسونه باسل، لازم کړل.
نوموړي دوه ودانۍ، يوه يې د عراق په نجف ښار كې او بله یې په مزار شریف کې د حضرت علي رض د مزار په نامه جوړې کړې.

د دې ورځې د لمانځلو دیني اړخ

د دې ورځې لمانځل دوه ډوله دي.
۱ – د دې ورځې د احنرام او تعظیم په خاطر یې لمانځل.
۲ – د ورځې د تعظیم او احترام پرته د یوې میلې په دود یې لمانځل.
لومړی ډول یې د ټولو امامانو په نظر کفر دی او مسلمان له اسلام څخه ووځي. خو دویم ډول یې کفر نه دی خو لویه ګناه ده.
عن انس رض قال: قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال: ماهذان اليومان؟ قالوا: کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: قد أبدلکم الله بهما خيرا منهما، يوم الاضحى‌ ويوم الفطر. (رواه ابوداؤد کذا في المشکوة ج:١،ص:١٢٦، نسائي ۱۵۵۶ )
ژباړه : انس رض وایي: رسول الله ص چې مدينې ته تشريف راوړو، د مدينې خلكو په دوو ورځو کي خوشالۍ کولې. رسول الله ص ورته وفرمايل: دا کومې ورځې دي؟ دوى وويل: موږ د جاهليت (کفر) په وخت کي په دغه ورځو کې خوشالۍ کولې. رسول الله ص ورته وفرمايل: الله تعالی دغه ورځې په دوو داسې ورځو درته بدلې کړې چي تر دې ورځو غوره دي، يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د کمکي اختر ورځ ده.

صاحب د اشعة اللمعات ليکي: دغه ورځې د نوروز او مهرجان ورځ وې.( اشعة اللمعات علي المشکوة ج ١ ص٦٤٣)

د نوروز په میلو کې ګډون کول سبب د کفر دی.
من خرج الي السدة اي مجتمع اهل الكفر في يوم النيروز كفر لان فيه اعلان الكفر كانهم اعانهم عليهم.( شرح فقه الاكبر ص ۲۳۰)
ژباړه: څوګ چې د کفارو میلې نوروز ته د نوروز په ورځ ووځي، کافر کیږي ځکه په دې ورځ کافران د خپل کفر اعلان کوي نو د دوی سره وتل د دوی سره همکاری کول دی.

لوي حنفي عالم ملا علي قاري لیکي:
اذا اجتمع المجوس يوم النيروزفقال مسلم سيرة حسنة وضعوها، كفر .( ملاعالي قاري ص۱۲۰)
که مجوسیان د نوروز په ورځ رایوځای شي او یو مسلمان ووایي دا ډیر ښه رواج دی، نو دا سړی کافر شو.
د حنفي فقهې مشهورې فتاوی، ردالمحتار علی الدرالمختار شامي لیکي:
والاعطآء يوم النيروز والمهرجان لايجوز اي الهدايا باسم هذين اليومين حرام وان قصد تعظيمه کما يعظمه المشرکون يکفر. قال ابوالحفص الکبير لو ان رجلا عبد الله خمسين سنة ثم اهدى لمشرک يوم النيروز بيضة يريد تعظيم يومه فقد کفر وحبط عمله .( الدرالمختار ج:٢، ص:٢٩٢)
ژباړه: د نوروز او مهرجان په ورځو چاته تحفه ورکول روا نه دي، حرام دي او که د دې ورځې احترام وکړل شي نو بیا سړی کافر کیږي. امام ابو حفص وایي: که چیرې یو چا پنځوس کاله د الله تعالی عبادت کړی وي خو د نیروز په ورځ یې یوه هګۍ د دې ورځې د احترام په خاطر چاته په تحفه کې ورکړه، کافریږي او ټول نیک عملونه یې ضایع کیږي.

مجمع الانهر بل معتبر حنفي کتاب داسې لیکي:
ﻭﻻ ﻳﺠﻮﺯ اﻹﻋﻄﺎء ﺑﺎﺳﻢ اﻟﻨﻴﺮﻭﺯ ﻭاﻟﻤﻬﺮﺟﺎﻥ ﺃﻱ اﻟﻬﺪاﻳﺎ ﺑﺎﺳﻢ ﻫﺬﻳﻦ اﻟﻴﻮﻣﻴﻦ ﺣﺮاﻡ ﺑﻞ ﻛﻔﺮ ﺇﻥ ﻗﺼﺪ ﺗﻌﻈﻴﻢ اﻟﻤﺬﻛﻮﺭ ﻣﻦ اﻟﻨﻴﺮﻭﺯ ﻭاﻟﻤﻬﺮﺟﺎﻥ ﻛﻤﺎ ﺑﻴﻨﺎﻩ ﻓﻲ ﻣﻮﺿﻌﻪ.
(مجمع النهر ج۲ص۵۷۴)
ژباړه: د نوروز او مهرجان په ورځو چاته تحفې ورکول روا نه دي خو که په دې تحفو سره هدف د دې ورځې احترام وي، سړی کافر کیږي.
د حنفي فقهې بل مشهور کتاب بحرالرایق لیکي:
ﻗﺎﻝ – ﺭﺣﻤﻪ اﻟﻠﻪ – ﻭاﻹﻋﻄﺎء ﺑﺎﺳﻢ اﻟﻨﻴﺮﻭﺯ ﻭاﻟﻤﻬﺮﺟﺎﻥ ﻻ ﻳﺠﻮﺯ ﺃﻱ اﻟﻬﺪاﻳﺎ ﺑﺎﺳﻢ ﻫﺬﻳﻦ اﻟﻴﻮﻣﻴﻦ ﺣﺮاﻡ ﺑﻞ ﻛﻔﺮ ﻭﻗﺎﻝ ﺃﺑﻮ ﺣﻔﺺ اﻟﻜﺒﻴﺮ – ﺭﺣﻤﻪ اﻟﻠﻪ – ﻟﻮ ﺃﻥ ﺭﺟﻼ ﻋﺒﺪ اﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﺧﻤﺴﻴﻦ ﺳﻨﺔ ﺛﻢ ﺟﺎء ﻳﻮﻡ اﻟﻨﻴﺮﻭﺯ ﻭﺃﻫﺪﻯ ﺇﻟﻰ ﺑﻌﺾ اﻟﻤﺸﺮﻛﻴﻦ ﺑﻴﻀﺔ ﻳﺮﻳﺪ ﺗﻌﻈﻴﻢ ﺫﻟﻚ اﻟﻴﻮﻡ ﻓﻘﺪ ﻛﻔﺮ ﻭﺣﺒﻂ ﻋﻤﻠﻪ.(بحرالرایق ج ج۸ ص۵۵۵)

ژباړه: د نوروز او مهرجان په ورځو چاته تحفه ورکول روا نه دي، حرام دي او که د دې ورځې احترام وکړل شي نو بیا سړی کافر کیږي. امام ابو حفص وایي: که چیرې یو چا پنځوس کاله د الله تعالی عبادت کړی وي خو د نیروز په ورځ یې یوه هګۍ د دې ورځې د احترام په خاطر چاته په تحفه کې ورکړه، کافریږي او ټول نیک عملونه یې ضایع کیږي.

موسوعة الفقهية د عبدالله بن عمر رضی الله عنه قول راخیستی چې وايي: من مر ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك، حشر معهم يوم القيامة . لأن الأعياد من جملة الشرع والمناهج والمناسك التي قال الله سبحانه وتعالى : ( لكل أمة جعلنا منسكا هم ناسكوه ) كالقبلة والصلاة والصيام ، فلا فرق بين مشاركتهم في العيد وبين مشاركتهم في سائر المناهج , فإن الموافقة في جمع العيد موافقة في الكفر , والموافقة في بعض فروعه موافقة في بعض شعب الكفر.

ژباړه: څوک چې د عجمو په ښارونو کې د نوروز او مهرجان اخترونه ترتيبوي، لمانځنه يې کوي او ګډون پکې کوي او هغوی سره مشابهت کوي تر څو وفات شي یعنې د دې عمل څخه توبه ونباسی، د قيامت په ورځ به د هغوی سره راپورته کيږي . ځکه اخترونو د شرع ، منهج او مناسکو له جملې څخه دي ، الله تعالی فرمايي : لكل أمة جعلنا منسكا هم ناسكوه. لکه : قبله ، لمونځ ، روژه ، نو په اختر کې شرکت او په نورو ټولو ديني شعائرو کې شرکت او کډون فرق نلري ، نو موافقه په ټولو شعائرو اصلاً موافقه په کفر سره ده او موافقه په ځينو فروعاتو موافقه په ځينو برخو د کفر باندې دلالت کوي .

ستاسودعا په هيله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د کوچني يا نوي زږيدلي حيوان د غوښو خوړول ؟

اسلام علیکم. سلامونه او نیکې هیلې محترم استاد، پوشتنه دا ده چې ...