Home / خبرونه / حنیف اتمر: د جنرال عامر سره یې د اشرف غني په امر د اغزن سیم تړون لاسلیک کړی دی
Pakistani soldiers patrol next to a newly fenced border fencing along with Afghan's Paktika province border in Angoor Adda in Pakistan's South Waziristan tribal agency on October 18, 2017. The Pakistan military vowed on October 18 a new border fence and hundreds of forts would help curb militancy, as it showcased efforts aimed at sealing the rugged border with Afghanistan long crossed at will by insurgents. / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

حنیف اتمر: د جنرال عامر سره یې د اشرف غني په امر د اغزن سیم تړون لاسلیک کړی دی

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سالاکار وایي: د افغانستان او پاکستان د پولو د کنترول تړون یې ډاکټر اشرف غني په امر د پاکستاني جنرال عامر سره لاسلیک کړی.

دا دوهم ځل دی چې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان دولت د کړي معاملې څخه پرده پورته کیږي. لومړی ځل څو کاله وړاندې د پخواني دولت یو وزیر فاروق وردګ رسنیو ته په زغرده ویلي ؤ  چې د ډیورنډ د پولې پر سر د دولت مشرانو معامله کړې خو کله چې فاروق وردګ ته په دولت کې دنده ورکړل شوه نوموړی هم چپ شو.

افغان خبریال صدیق الله افغان په خپله فیسبوک اکاونټ د حنیف اتمر په حواله لیکلي چې د اغزن سیم د غځولو تړون یې د ولسشمر په امر لاسلیک کړی دی.

د ۲۰۱۷ م کال له پیل څخه د پاکستاني پوځیانو له لورې پر ډیورنډ کرښه خوځښتونه زیات شول او  د اغزن سیم تیرولو چارې پیل شوې د پاکستاني پوځ دا خوځښتونه په لندن کې د سرتاج عزیز او حنیف اتمر تر مینځ د یوه پټ ملاقات وروسته تیز شول چې داسې معلومیږي د دې تړون په اړه هغه مهال د پاکستاني لوري سره موافقه شوي وه.

د اغزن سیم په اړه تراوسه هم حکومت په رسمي ډول مخالفت نه دی کړی چې دا په ډاګه کوي چې ګډ حکومت یوه معامله کړي ده ځکه یې په اړه څه نه شي ویلی.

د پاکستان د تیرې دورې لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي هم ویلي وو چې هیواد به یې په ډیورنډ پوله د اغزن سیم لګولو ته ادامه ورکړي او په دې اړه به هیڅ فشار ونه مني .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*