Home / ژوندي بحثونه / د موبائل یا کمپیوتر څخه د قرآن کریم ډيلیټ کول ؟

د موبائل یا کمپیوتر څخه د قرآن کریم ډيلیټ کول ؟

پوښتنه : زه په یوه دکان کې  کارکوم  زماکار داده چې موبائلونو امپتري  اونوروته جهادي  اډیوګاني اوویدیوګاني  اچوم  خوفکر ددې  خبري  راسره پیداشوی چې  زه چې  کله وړاندي میموري  خالی کوم نوډيروخت په هغه کې په کتابې  یاصوتي  ډول قران کریم ،تفاسیر  اونور دیني کتابونه وي  نوددي حذف  خوبه بي  ادبي  یایوناروا عمل نه وي  ؟که په دې اړه معلومات راکړئ احسان به مووي .

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دضرورت اواړتیاله مخې له موبائل  ،میموري یاکمپیوترڅخه  دقرآن کریم ،تفاسیرو یانورودیني کتابونو حذفول  پروانه لري  ؛ځکه که چېري  قرآن کریم په کاغذباندي لیکل شوی وي اوبیاداستعمال وړنشي نوهم په اوبوباندي يې وینځل  یاپه یوه ځای کې  دفن کول  يې  جائز دي  اودادب خلاف نه دي  بلکه دایې عین ادب دی.

لمافي التاتارخانیة  ۱۸\۶۹ کتاب الکراهیة  الفصل الخامس  وفي  مسائل  الملتقط  ورسائل تستغنی عنها وفیها اسم الله تعالی یمحي  یم یلقي  في  الماء  الکثیر .

وفي  الهندیة  ۵\۳۲۲ ولوکان فیه اسم الله تعالی  اواسم النبي  صلی الله علیه وسلم یجوزمحوه لیلف فیه شی ولومحاکتب فیه القرآن واستعمله في  امرالدنیا یجوز .

ومثله في المسائل  المهمة  ۸\۵۵ المسئلة رقم ۲۲

والله  تعالی اعلم

له اسلام ویب پاڼې څخه په مننې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

دبي ستره ځوانانو په لوبوکې شرکت کول یاورته کتل ؟؟

پوښتنه : ډيرځوانان  لوبي کوي ، مثلا دوالیبال  ،پوټبال  ،کرکټ  اوداسي نور.. ...