Home / سیاسي لیکني / کلنټن که ټرامپ؟

کلنټن که ټرامپ؟

قاري سعید خوستی

په امریکا کې دوه ګوندونه سیالي کوي، ریپبلکن یا جمهوریت غوښتونکي او ډیموکریټیک ګوند یا دیموکراتان. د دیموکراتانو له اړخه پخوانۍ خارجه وزیره هیلاري کلنټن او د جمهوري خواهانو له لوري ډونالډ ټرامپ د امریکا د مشری لپاره کاندیدان دي.

زموږ مسلمانانو لپاره امریکايي کاندیدان.

اسلامي نړی او په ځانګړي ډول افغانستان له سختو شرایطو تیریږي.

ټرامپ یو متعصب او افراطي عیسوي ده چې په عقیده يې د نړۍ د ټولو ستونزه جرړه اسلام دی. نوموړی باور لري چې که موږ غواړو په سوله کې ژوند وکړو؛ باید مسلمانان په یومخیز ډول له منځه یوسو. هیلاري کنټن بیا په دې هاند ده چې باید اسلام ماډرن کړل شي او هڅه وشي د امریکايي پوهنتونونو مسلمان فارغان د اسلام یو نوی انځور وړاندې کړي.

زموږ ځیني څیړونکي د ټرامپ کامیابي د مسلمانانو لپاره ناورین بولي او استدلال کوي چې ټرمپ د مسلمانانو د دښمنۍ لامله شاید د مسلمانانو په وړاندې تړل شوي جبهې بیرته پرانیځي.

امریکایان که دیموکراتان دي که جمهوري خواهان، په دې باور دي چې اسلام د امریکا لپاره ترټولو ستر ګواښ دی البته د دواړو ترمینځ د اسلام په وړاندې د امریکايي جګړې په طرزالعمل کې اختلاف نظر شته. اګر چې د امریکا په تاریخ کې تل جمهوریانو جنګونه پیل کړي چې بیا دیموکراتانو ورته د پاي ټکی ایښي خو دا په دې معنی نه ده چې دیموکراتان د مسلمانانو په ګټه دي.

جمهوري خواهانو که جنګونه پیل کړي خو دیموکراتانو بیا همدا جنګونه په مستعمره هیوادونو کې خپلمنځي کړي دي. زموږ لپاره کلنټن له ټرامپ ډیره خطرناکه ده. د ټرامپ او کلنټن تر مینځ توپیر دا دی چې ټرامپ یو سرتمبه، متشدد او جنګ غوښتونکی سیاستوال ده چې هیلاري بیا غواړي د دیپلوماتیکو لارو خپلو اهدافو ته ورسیږي او په اسلامي هیوادونو کې امریکايي جګړې د مسلمانانو په خپل منځي جګړو واړوي.

که ټرامپ انتخابات وګټل د افغان ازادي غوښتونکو لپاره په ګټه ده ځکه ټرامپ نه غواړي چې په همدې پیچلي حالت افغان جګړه دوام وکړي. ټرامپ به له دوو اپشنو یو غوره کوي، یا به له افغان جګړې څخه یومخ پریکون کوي، ګوډاګیان او ولس سره پریږدي چې د ولس په نفع ده ځکه افغان ګوډاګیان د بهرنیانو له مرستې او حمايې پرته یوه ورځ حکومت نه شي کولی او یا به نور امریکايي سرتیري افغانستان ته رالیږي چې جګړه به د امریکایانو په اوږو باریږي او ځاني تلفات به هم دوی ویني او جګړه چې اوس افغاني ده امریکايي کیږي به، چې دا حالت هم له اوسني حالت سودمن ځکه دی چې اوس خو افغان د افغان په لاس وژل کیږي او ګټه امریکایان وړي نو که د جګړې یو لوری امریکايي شي او پخپله امریکایان ځاني تلفات اویني، له جګړې ستړي کیږي او ماتې خوري.

داعش او دیموکراتان

دا نظر په ځاي نه ده چې څوګ وايي: داعش کاملا امریکايي پروژه ده بلکې سیاسیون تل اولویات (لومړیتوبونه)ټاکي او د دوو ضررونو ترمینځ اخف الضررین(کم ضرر) غوره کوي. په ٢٠٠٠٦م کال، هغه مهال چې زرقاوي په یو امریکايي برید کې اوژل شو؛ د امریکا کانګرانس د دفاع کمیټې عراق ته یو پلاوی ولیږه ترڅو له زرقاوي وروسته حالت ارزیابي کړي. رابرټ ګیټس په خپل کتاب کې لیکي: زموږ موندنو جوته کړه چې د عراق اورپکو د بن لادن له امر سرغړونه کړې او د ابوعمرالبغدادي په ټاکنه کې يې ورسره مشوره نه ده کړې بلکې د بن لادن غوښتنه دا وه چې د زرقاوي په ځاي دې د بن لادن د افغانستان د غرونو همسنګر ابوحمزه المهاجر وټاکل شي. ګیټس وايي موږ له دې درز څخه ګټه پورته کړه او کوشش مو وکړ ترڅو بعثي جنرالان چې زموږ باور ؤ د جنګ لیکو ته ستنیږي له زندانونو ازاد کړو او د القاعدې ځاي ونیسي.

په داعشي جګړه کې فرض مثال شاید ١٠٠٠ امریکایان اوژل شي چې که داعش د القاعدې ځاي نه وی نیولی شاید د القاعدې سره په جګړ کې ٢٠٠٠ امریکایان وژل شوي وی چي امریکايي سیاسیونو د اخف الضررین د اصل په پام کې نیولو سره داعش له القاعدې او طالبانو غور اوباله او په عراق کي يې ورته زمینه سازي وکړه. که موږ له ځانه اوپښتو: چې نو بیا ولې امریکایان ورسره په جګړه کې ښکیل دي؟ ځواب واضح دی، امریکایانو په ځاي د دې چې د القاعدې سره ښکیل شي د داعش سره ښکیلتیا غوره اوبلله او په ساحوي مقتضی ممکنه نه وه چې امریکایان دې له داعش او القاعدې دواړو ځان خلاص کړي.

ټرمپ په خپلو انتخاباتي مبارزو کې کلنټن او په عموم کې دیموکراتان څو څو ځله په  داعش سازی تورن کړل. د ټرمپ ټول تورونه که رښتیا نه وي خو ټول درواغ هم نه دي ځکه د امریکا په څیر د پرمختلليو ولسونو په مینځ کې درواغ ویل اسانه خبره نه ده نو د ټرمپ د اتهاماتو ترشا طبعي ده چې یوڅه شتون لري. که دیموکراتان بریالي کیږي داعش ته به زمینه سازي کیږي او داعش به د جنګ او بمبار په زور له یوې سیمې بلې ته سوق کیږي لکه همدا لوبه اوس له موصل څخه سوريې ته د داعش د سوق په برخه کې جریان لري.

دلته به په افغانستان کې هم د ملي امنیت او نورو امریکا ته مخلصوکړیو له لورې د داعش سره په دریم لاس مرستې کیږي او له یوې خوا جنګ له بلې خوا د سیمو تخلیه، له یوې سیمې شړل بله ورته تخلیه کول، لوبه به جریان پیدا کوي.

د حکمتیار سوله او دیموکراتان

افغان دولت چې د پریکړو واک يې د امریکايي سفارت سره دی، له ډیرو اوږدو  خبرو وروسته داسې مهال د حکمتیار سره سولې ته غاړه کیښوده چې له یوې خوا د لندن کانفرانس نږدې ؤ او له بل پلوه امریکايي انتخابات نږدې وو چې دیموکراتانو غوښتل، د حکمتیار سره سوله خپل ولس ته په افغاني جګړه کې د بریا د ثبوت په توګه وړاندې کړي. ځکه امریکایانو هیڅ تنازل نه دی کړی، نظامي حضور پراخ دی، د وتلو لپاره يې کوم ضرب الاجل نشته، په مقابل لورې يې اساسي قانون ټکي په ټکي ومانه، دیموکراسي ومنل شوه، د ښځو لویدیځوال حقوق ومنل شول، او ….. طبعي ده چې امریکایان به د ارزښتونو په دې جګړه کې دا یوه لاسته راوړنه اوبولي.

دیموکراتان غواړي جګړه لاډیره بین الافغاني شي او د حکمتیار څخه په ځینو ناامنه ولایتونه کې د ارزان اجرته عسکر په توګه ګټه واخیستل شي او د طالب په وړاندې وجنګول شي چې همدا اوس حکمتیار په تازه مرکه کې د ناامنه ولایتونو د امنیت د خوندي کولو ټټر وډباوه.

دیموکراتان غواړي د افغانستان په جګړه کې  څلور لوري ښکیل شي؛ طالب او داعش، حکمتیار او دولت چې بیا هم ټول پلان به د طالب د کمزوری لپاره وي ترڅو له ښپو ولویږي او پاتې شوني يې حکمتیاري سولې ته غاړه کیږدي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې ...