Home / سیاسي لیکني / کابل او اسلام اباد له انزوا سره مشت او ګریوان

کابل او اسلام اباد له انزوا سره مشت او ګریوان

لیکوال: قاري سعید خوستی

موږ را‌ډیکال (د دوی په اصطلاح) اسلامي ارزښتونو او خدایي بندیزونو ته په پام سره دوستي او دشمني ټاکو، یعنې زموږ د دوستۍ اودشمنۍ معیار الهي حدود دي، موږ په قوم، وطن، ژبه باور نه لرو، بلکې په کلیوالي اصطلاح؛ هر «کلمه ګو» خپل دوست بولو او هر کافر خپل دشمن بولو.

خو بل خوا بیا په معاصره نړۍ کې د دوستۍ او دشمنۍ معیار «ګټې» بلل کیږي؛ موږ د یوه عرب میلمه په سر ټول نظام قربان کړ، خو ترڅنګ مو ګاونډي نه غوښتل چې خپلې ګټې په خطر کې واچوي، هغه ؤ چې زموږ ياري یې ترې قربان کړه. همدا اصل دی چې د نړۍ حکومتونه کله د دوستۍ او کله د دشمنۍ په ټغر سره کښینوي. ایران او امریکا یو وخت جګړه ییز حالت ته نږدې شوي ؤ اوس دا دی اوباما او خمیني د یارانې پټ خطونه سره تبادله کوي. داسې ګنګوسې هم شته چې ایران او سعودي هم د اړیکو په رغونه لګیا دي.

تیر کال د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د دیموکراسۍ د پګاړې (اشر) ټولو برخوالو همدا مبهمه کلمه د امنیت په برخه کې کوله چې زه به سوله راولم، د وسله والو مخالفینو سره به خبرې کوم، خو سوله له چاسره؟ په کوم ‌ډول چاپیریال کې؟ د چا په منځګړتوب؟ په کوم ځای کې؟

خو لکه څرنګه چې دا سوالونه په هغه وخت کې مبهم پاتې شول، عملا اوس هم د سولې عملیه د دې سوالونو د ځواب پرته پرمخ وړل کیږي.

ارګ مشرله مخورو سره د سولې د پروسې په اړه غونډې روانې کړي دي، خو دا مخورڅوک دي؟ جواب ښکاره دی.

دا څه وخت د مذاکراتو په اړه رسنۍ ‌ډیرې مصروفې دي، خو آیا رښتیا د سولې خبرې روانې دي؟ د دې سوال ځواب ته لږ وروسته راګرځو.

طالبانو د خپل سیاسي عمق په بناء له هغه لومړي سره د خبرو اترو لپاره داسې ځای انتخاب کړ چې د پاکستان هغه پوزیشن ته پکې ګذار ؤ چې په نړیوالو سټیجونو به یې څرګنداوه چې ګواکې د افغان معضلې حل د دوی په لاس کې دی.

په تیر کې د طیب آغا د وروڼو نیول او د ځینو نورو طالب مشرانو نیول د پاکستان لخوا د انزوا د ویرې ګراف ښیي.

د کابل په اړه خو د طالبانو له لومړی سره دا دریځ ؤ چې دا جنګ دوه بعده لري؛ لومړی یې خارجي او دویم یې داخلي، خو چې ترڅو د دې ستونزې خارجي بعد حل نشي، داخلي یې نشي حل کیدلی، او دا یو ‌ډیرمنطقي او معقول دریځ دی.

افغان دولت ځکه د مخامخ خبرو تږی دی چې غواړي ځان ته مشروعیت اوبښي، او که طالبان له افغان دولت سره د خارجیانو په شتون کې خبرو ته حاضر شي دا به د طالبانو لپاره یو لوی سیاسي ګذار وي ځکه هغه نظام چې دوی ۱۴ کاله ورسره د یو نامشروع دولت په حیث وجنګیدل، د مذاکرتو په لومړۍ ناستي یې هغه دولت ته له خپلې خوا مشروعیت ورکړ.

اوس چې کابل او اسلام اباد له منزوي کیدو په ویره کې دی، خودسرانه د سولې په آړه ډنډورې غږوي.

ایا فعلا د سولې خبرې رښتیا روانې دي؟

زموږ د معلوماتو له مخې د قطر دفتر رښتیا هم له امریکایانو سره یو لړ ناستې ترسره کړي دي او دا ناستې اوس هم ترلاس لاندې دي، خو دا د سولې خبرې نه بلکې د هغه امریکایانو په سر د تبادلې خبرې دي چې د طالبانو سره بندیان دي. طالبانو یو امریکایي تبعه او یوه امریکایي میرمن او د هغې یو وړوکی ماشوم له ځان سره ساتلي دي. دا کسان په لوګر کې د حقاني صیب ملګرو نیولي ؤ.

داسې ګنګوسې دي چې د تبادلې په لیست کې د حقانی صیب د کورنۍ دوه غړي (حاجي مالي خان ځدراڼ او انس حقاني) او د مولوی محمد نبي عمري ورور (حافظ رشید عمري) شامل دي.

پاکستان ځکه وار خطا دی چې د شمالي وزیرستان د عملیاتو په مهال دوی ته دا امریکایي اتباع په لاس نه ورغلل، اوس يې چې د دوی پر سر معامله روانه ده هم پاکستان څنډې ته ساتل شوی دی.

افغان دولت ځکه وارخطا دی چې د طالبانو په وړاندې کړي لیست کې ځیني کسان د افغان دولت په اسارت کې دي نو که دا معامله د دوی په نا موجودیت کې صورت نیسي، افغان دولت به په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل هغه ضعیف سیاسي اعتبار هم له لاسه ورکړي چې ترلاسه کړی یی دی.

غنی اوس داسې هڅې روانې کړي دي چې د قطر دفتر له منځه یوسي، یا یې اقلا بي اعتباره وښیي، خو طالبانو خپل ټینګ موقف څرګند کړی. او که فرضا طالبان له خپل موقفه تنازل کوي، دا به د دوی د زوال پیلامه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې ...