Home / سیاسي لیکني / سوې کړيکه

سوې کړيکه

ليكوال: قاري سعيدخوستی

آشنا خبر به يې كنه ؟

موږ خو بيا ستا خواته قافلي درتيار وو.

جانانه: اوس به نو نور دير بړيڅي درسره يو زاي شي .

زماديتيمانو پلاره: اوس به دي نو يتيمان يواځې نه وي او نور ډير يتيمان به ورسره يو ځای شي.

زما په مرميو سورى سورى شهيده: اوس به ستا پيغله ميرمن يواځې نه وي،  له ډيرو نورو څخه به هم كونډې شي.

شهيده:  دآزادۍ ناوې خو مهر لوړ کړ او نور سرونه يي هم وغوښتل.

نوم وركيه دلبره: زما دهيواد فضا دحال په ژبه وايي،  لږ نورې غوښې او هډوكي هم په ماكې باد کړئ.

زما اتل شهيده : ستايتيمان مې بازار ته روان کړی وو چي داختر لپاره نوي كالي ورته واخلم په لار كي يوچا راته وويل چي هيواد يي رانه خرڅ  کړ زوی دي په چيغو شو ويل يي كاكا زه جامي نه غواړم

دلته خو زما د پلار هډوكي پراته دي دوى به هغه هم خرڅ کړي  وي؟

زړګيه : لكه چي ستا وينه بس نه وه او دا خاوره نوره وينه هم غواړي؟

نازوليه شهيده: نن مې ستا سره ديو ځای كيدو عهد له الله سره تازه کړ.

شهيده افتخاره :  ستا موركۍ مي نن وليده راته يي وويل چې، زويه وطن مو رښتيا خرڅ شو ؟ سترګې يې له اوښكو وبړچيدې هو مورې!

دحورو ميلمه: بس نوردرنه لاړم چې  كله درشم بيا به دې مخامخ خبر کړم  چې نن مو ديو څو تراشلو لخوا موروطن په ديره ټيټه بيه خرڅ شو.

شهيده : ستا دسپيڅلو وينو په رب مې دې قسم وي،  ترهغه به داقافلې ستا خواته ته په بیړه  درواني وي تر څو مو چې ددې بيعي ټولو ښكيلو اړخونو ته هغه سزا نه وي  ورکړې كومه سزا چې سالاره تا همدا ډول مجرمينو ته ورکړې وه.

زما اتله : ته به هم ددې خبر په آوريدو ډير مايوسه شوى وې خو ګوره داسې فكر ونه کړې، منم چې دا مي په ژوند كي ترټولو سخته ورځ وه،  ترهغې هم چې ستا غوښې مې له شاوخوا  راټولولې، خو په زړه كې مې دانتقام داسې اور بل دى چې هغه ستا په شل ټنه باروتو به هم سوړ نه شي.

دوطن پلورونكو څخه دانتقام جوش او ديو نوي جنك آغاز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې ...