Home / سیاسي لیکني / د کربلا وارث څوک دی؟

د کربلا وارث څوک دی؟

لیکوال: قاري سعید خوستی

د سهار لمر چې سترګې يې ژړا سرې وې په ژړغوني زيړ رنګ په داسې حال کې راوخوت چې فضا ټوله وير نيولې وه.

له هرې خوا دژړا، کړيکو اوسوي آهونو زوږ راتلو.

آسمان په يوه دردونکي خطاب کې لمر ته وويل چې نور بس دی اولاړشه له هغه بلې خوا راوخيږه.

نورمې دا حالت دبرداشت نه دی

لمرد حال په ژبه ځواب ورکړ:

که مې دا کون په واک کې وای نن به مې له ډيرې غوصې هرڅه درهم برهم کړي وو.

دا دردونکی سهار د یو څو ځناورو چې له ترحم او عاطفې يي اغزي تاوو کړي وو لخوا د وينو په تويولو پيل شو
هلته چې ديوې بلې کربلا يادتازه شو.

د ۲۰۰۱م کال د نومبر ۲۵ سهار دحضرت حسین رضی الله تعالی عنه د هغو لمسیانو چې د اسلامي نظام د دفاع په خاطر يې سرونه په لاس کې نیولي وو په قصابه کولو پيل شو، هغوی چې د کوفیانو لخوا ورسره په لوی لاس غدر وشو او دوی ته ورګړل شوې وعدې همدې غدارانو وخوړې.

د تاریخ تر ټولو مظلوم ځوانان وو چې له امام حسین رضي الله تعالی عنه وروسته په خپلو وينو کربلا تکرار کړه، هلته یوڅو پردي پالو دخپل بادار د خوشحالولو لپاره د خپلو کړو ژمنو څخه سرغړاوی وکړ، هغوی چې له اسلام څخه بغاوت کړي وو، له انسانيت څخه يې هم بغاوت وکړ، دکارې شروين په ډالري کڅوړو مست جنرال په ډير وحشت زموږ پنځه زره مظلوم پتنګان له تيغه تير کړل، دا کمونست وحشي جنرال تر عبیدالله بن زیاد ځکه بدتر وو چې د کربلا وارثان يې د صلیبي کفارو په لمڅون شهیدان کړل، عبیدالله بن زیاد حضرت حسین رضی الله تعالی عنه د کوم کافر په لمڅون نه بلکې د خپلې شهوت پرستۍ په وجه شهید کړی وو.

عبيدالله بن زیاد د امام حسین رضي الله تعالی عنه په شهادت د ارتداد تر پولې نه وو رسیدلی برخلاف وحشي جنرال د دوهمې کربلا د دشت لیلی قربانیان په داسې حال کې ذبح کول چې تر پښو به ورته د صلیب سرو کافرانو نیولي وو.

د ۶۱ هجرې کال د محرم د مياشتې په ۹ مه حضرت حسین رضی الله تعالی عنه د کربلا په میدان کې اړولي وو، د عبیدالله بن زیاد د لښکر مشر عمر بن سعد بن ابي وقاص يې راوغوښت او ورته يي داسې وويل:

ياعمر !اختر لي احدى ثلاث خصال :اما ان تتركني أرجع كما جئت ، فإن أبيت هذه فسيرني إلى يزيد فأضع يدي في يده فيحكم في ما رأى ، فإن أبيت هذا فسيرني إلى الترك فأقاتلهم حتى أموت {البداية والنهايةج۸ ص ۲۴۳}

ژباړه: ای عمره! زما لپاره په دریو خویونو کې يو غوره کړه، یا ما پریږده چې له کومه راغلی یم هلته لاړ شم، یا مې يزيد ته وروله چې لاس د ده په لاس کې کيږدم او هغه زما په اړه فيصله وکړي، یا مې ترک ته ور پريږده (چې په هغه وخت کې دمسلمانانو خلاف يواځنی کفري قوت وو) چې له هغو سره وجنګيږم او شهید شم.

عمر بن سعد دا خبره ومنله خو بدبختانه چې عبیدالله بن زیاد چې له اهل بیت سره يي بغض لرو داخبره يي ون منله او عمر بن سعد په ځای يي بل سخت زړی ظالم قومندان شمربن ذی الجوشن وليږلو.

کله چې دحضرت حسين رضی الله تعالی عنه داخبرې د بن زیاد په لښکر کې يو مشهور قومندان حر بن یزیدالحنظلي واوریدې ويي ويل:

(والله لوسألتكم هذا الترك والديلم ما حل لكم قتالهم {وړاندینۍ حوال]

ژباړه: په خدای قسم که د ترک او ديلم کافران هم داسې غوښتنه وکړي تاسوته به يي وژل روا نه شي او له هغه وروسته يې خپل آس د حضرت حسین رضی الله تعالی عنه د ملګرو خواته را تاوو کړ او د يزیديانو په خلاف جنګ يې پيل کړ، خو يزيدي لښکر چې حضرت حسین رضی الله تعالی عنه يي دخپلو شهواتو په وړاندې ستر خنډ باله له هغه څخه يې يو عذر هم قبول نه کړ.

دمحرم په لسمه د جمعې په مبارکه شپه حضرت حسین رضی الله تعالی عنه د کربلا په میدان کې خپلو ملګروته يوه فصیحه او بلیغه خطبه واوروله او خپلو ملګروته يي وويل چې که څوک واپس کیدل غواړي نو واپس دې شي، ځکه د ابن زیاد صرف زما سر په کار دی، خو ورسره ملګرو يي داخبره په کلکه رد کړه.

دوحشي جنرال په څير هغو يزیدیانو هم د کربلا په مظلومانو اوبه بندې کړې، د عاشورا په سهار د کربلا میدان د يزيديانو لخوا داهل بیتو په معصومو وينو ولړل شو او هغوی يي په غدر شهیدان کړل.

په ۲۰۰۱ م کال د نومبر په ۱۱ نیټه په کندز ولایت کې د اسلامي امارت دولس زره مجاهدين له څلور لورو کلابند کړل شول، امریکايي بې دوه پنځوس (B52) ډوله الوتکو د فاسفورسي او کيمياوي بمونو په استعمال سره د اسلامي امارت قطعات دې ته اړ کړل چې شاتګ وکړي.

۲۰۰۱ م کال دنومبر په ۲۱ تاریخ د اسلامي امارت له ځواکونو غوښتنه وشوه چې که وسلې په ځمکه کيږدې نو امن به ورکړل شي، مسئولو مجاهدينو په دې شرط موافقه وکړه چې افغاني مجاهدین به خپلو کورونو ته رسول کيږي او انصار مجاهدين به دملګرو ملتونو په توسط خپلو دولتونو ته استول کيږي؛ خو متأسفانه چې مسئولو مقاماتو پرته له دې چې امنيتي تضمينونه ترلاسه کړي د دوی په تشو وعدو اعتماد وکړ.

هغه وو چې بې سواده وحشي جنرال دوستم د خپلو امریکايي بادارانو په کوردینات د معاهدينو طالبانو لاسونه او پښې ور وتړل او په کانتينرونو کې بار او په ډير وحشت يي شهيدان کړل.

په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي دا يو مسلم حقيقت دی، چې کله يوڅوک د جنګ میدان ته ځي نو طبعا هلته به په وژل کیدو له دښمن څخه ګيله نه کوي.

خو يو شی چې هر وخت اصيلو ملتونو په جګړه کې تل دخپل دشمن سره په کلکه مراعات کړي دي، د دشمن په میړانه وژل دي.

په دوکه او غدر د دښمن وژل میړانه نه بلکې ټيټ جنګي اخلاق دي چې نامرده جنرالانو زموږ د کربلا له وارثينو سره ترسره کړل.

خو دا وينې به بې له انتقامه پاتې نشي. وما ذالک علی الله بعزیز

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې ...