Home / دیني لیکني / د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی

آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې سوي چیغې، ډیرې سوي کړیکي ستا په لور درپورته کیږي آي الله: ډیر پاک اوازونه ستا خواته درځي. آي الله: موږ خو بیا د صُهیب تاریخ ژوندی کړ، آي الله موږ خو بیا د عاصم یاد تازه کړ. آي د مظلومانو ربه: آي قهاره: کله به ستا قهر په جوش راځي؟ آي د محمدرسول الله ربه: کله به زموږ دا آهونه اورې؟ کله به زموږ سینې په هغه کافرانو سړې کړې چې موږ يې په سرو شږو څملولي يو؟ آي د بلال حبشي خدایه: هغه وخت کله راځي، چې مو د اوسني ابولهب په سینه ګونډه ایښي وي او د (لَا نَجَوْتُ اِنْ نَجا) چیغې وهو؟ آي الله: کله به دغو ابوجهلانو ته د دوي د ظلمونو سزا زموږ په لاسونو ورکوې؟ آي د بدریینو خدایه: دا زموږ بهیدونکي وینه پاکه نه ده؟ آي الله: زموږ جرم یواځې ستا د کلمې لوړوالی دی خدایه کله ستا نصرت راځي؟ آي رب الاربابه: ته خو اصدق القائلین یې، کله ستا وعده پوره کیږي؟ آي د بئرمعونه د شهیدانو ربه: ستا په پاک ذات مې دې قسم وي، چې ستا د نظام د اقامې لپاره خو زموږ ډیره وینه اوبهیده، ربه: کله به دا بهیدونکي وینه ستا قهر په جوش راولي؟ آي پروردګاره: یوڅو میړنیو ځوانانو چې زندان ته يې لبیک ویلی ؤ، د ابولهب کورنی په ډیر وحشت په خپلو وینو کې ورغړول. آي الله: خلک د فریاد په دود درته اوښکې تویوي خو متعال ربه موږ درته وینې تویوو. رب لایزاله: ستا په جلال مې دې قسم وي، چې د اسلامي نظام د نفاذ لپاره مو دومره وینې اوبهیدې، چې زموږ د حال په پرتله په موږ ډیرې زیاتې وې، نور د هغو کونډو او یتیمانو چیغې واؤره چې له تا پرته هیڅ اسرا نه لري. آي الله ته خو منتقم ذات يې، له دشمن څخه دې زموږ انتقام نور نه اخلې؟ آي مالک الملکه: زموږ بندیانو خو په خپلو سینو کې د اسلامې نظام ارمان درووړ، خدایه کله به زموږ د انتقام لاس د هغه ابولهبانو مریو ته ورورسوې چې زموږ مظلوم، بې اسرې، معصوم، اسیران يې په شهادت رسولي؟ خدایه: نور مو دا خوټیدونکې سینې یخې کړه. آي الله: زړه مې له فریاده ډک دی، له ژړا ډک دی، له آهونو ډک دی، خدایه د بندي جانان یتیمان راته پنډ دي، آي الله: هغوی خپل پلار رانه غواړي، پلار خو یې نشته، پلار خو يې د صلیب زامنو په دار وځړاوه. آي الله: هغوی ته څنګه ډاډ ورکړم چې پلارجان به مو راشي؟ آی الله: پلار يې په خپلو غوښو او هډوکو تاته ثابته کړه چې ستا نظام مې یواځینی ارمان ؤ چې درته رامې ووړ. آي د سیدالشهداء ربه: ستا په پاک نوم مې دې قسم وي چې له دا خپلو وینو به ویالې درته جوړې کړو او ستا د دین چمن به پرې خړوب کړو، خو عزیز ذونتقام ربه: زموږ د انتقام لاس د هغو تر مرۍ ورسوه چې زموږ یتیمان يې وژړول زموږ سرتورې يې وکړونجولې. اللهم آمین

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د نارينه لپاره د پتلون اغوستل څنګه دي

د پتلون اغوستل څه حکم لري؟ سعودي عربستان ، طائف ځواب بسم ...