Home / سیاسي لیکني / د سعودي په خلاف د JASTA نوي امریکايي مسوده

د سعودي په خلاف د JASTA نوي امریکايي مسوده

لیکوال: قاري سعید خوستی

د دې یوه نیمې لسیزې ادلون، بدلون زموږ هاند په دې حدیث چې(من أعان ظالماً سلطه الله عليه) د حق الیقین له پولې هم واړولو.

چا چې د ظالم مرسته کړې، الله پرې هماغه ظالم مسلط کړی. د ناین الیون پیښو نړۍ ډیره بدله کړه. صلیبي ائتلاف د تروريزم په پلمه د اسلام په وړاندې سنګر ونیوو خو د اسلامي هیوادونو تر مینځ پاکستان او سعودي عربستان د امریکا ډیره کلکه ملا وروتړله.

پخواني امریکايي جمهور رئيس ډیر ښه ویلي ؤ: د امریکا دوستان باید د امریکا د د دښمنانو په پرتله له امریکا ډیر اویریږي. دا ځکه چې امریکا خپل دښمنان په میړانه وژلي خو دوستان يې بیا په ډیر ذلت او سرټیټۍ وژلي.

څه موده وړاندې د امریکا په کانګرس کې د (تروریستي اعمالو تمویلونکو په وړاندې عدالت) په نوم یوه مسوده وړاندې شوه چې د کانګرس په غوڅ اکثریت تصویب شوه خو کله چې سپینې ماڼۍ ته ولیږل شوه، اباما په نمایشي ډول ویتو کړه خو دا چې د امریکا د اساسي قانون له رویه، کانګرس د جمهور رئيس ویتو باطلولی شي؛ کانګرس د ده ویتو لغوه اعلان کړه او بیل پاس شو.

جاستا JASTA چې د Justice Against Sponsors of Terrorism Act مخفف دي او په عربي لغت کې “العدالة ضد رعاة الأعمال الإرهابية” ورته وايي، د سیپټمبر د١١ پیښې قربانيانو ته حق ورکوي چې د سعودي په خلاف په امریکايي محکمه کې دعوی دایره کړي تر څو امریکايي محکمه په لومړي قدم کې د قربانيانو د کورنیو لپاره له سعودي دولت څخه مالي معاوضه واخلي او په دویم قدم کې به محکمه په سعودي دولت د بندیزونو د لګولو په پریکړه غور کوي. دا په دې دلیل، چې د سیپټمبر د بریدونو مشر محمد عطاء سعودی ؤ او ډیری بریدګر هم سعودیان ؤ.

میاشت وړاندې چې کله دا مسوده په لومړي ځل کانګرس ته وړاندې شوه، سعودي واکمانانو واشنګټن ته پرلپسې منډې وکړې او له ډیرو زاریو سره هم، په دې ونتوانیدل چې امریکايي باداران له دې مسودې راوګرځوي.

تر اوسه پورې چې د دې بیل د پاس کیدو څخه ایله دوه ورځې تیرې دي، ٩٠٠٠ امریکایانو د سعودي په ضد دعوې دایرې کړي.

ډونالډټرمپ څه موده وړاندې ویلي ؤ: سعودي زموږ لپاره د تندۍ لنګې غوا په څیر ده چې کله يې هم په غولانځ کې شیدې وچې شوې هماغه ورځ به يې ذبح کړو.

سعودي دولت په امریکايي بانکونو کې یو تریلیون(زر ملیارده) (یو ملیارد زر ملیون) ډالر پانګه لري چې اوس امریکایان غواړي دا پیسې د یوه قانون له مخې د سعودي دولت له واکه اوباسي او امریکایان خپل مالي رکود ته تکیه ورکړي.

ولې امریکایانو سعودي دولت ته شا کړه؟

امریکایان د نړۍ په مخ ترټولو شیطان صفته، دوه مخي انسانان دي دوی له هر چا د خپلو ګټو د تأمین تر وخته کار اخلي. اوس چې د اسلام په خلاف روانه صلیبي جګړه کې سعودي نور رول نه شي لوبولی، او بالمقابل ایران د امریکايي ګټو ترټولو ښه خوندي کونکی هیواد دی، سعودي دولت ته نور اړتیا نشته.

ایرانیانو امریکا ته دوه آپشنه ورکړي، یا به د دوی سره دوستي کوي یا د سعودیانو سره، چې امریکایانو ته په اوسنیو ټولو صلیبي جنګونو کې ایران له سعودي غوره متحد دی.

په ټولو صلیبي جبهو کې، له افغانستان تر عراق، سوريې، یمن، لبنان پورې ایران یو مخلص امریکايي ګوډاګی کیدلی شي او بالمقابل ایران له موقې ګټه پورته کوي او غواړي په ټولو سني هیوادونو کې رافضیت واکمن کړي.

سعودیانو د امریکا لپاره څه وکړل؟

🔸دوی د افغان مجاهدینو سره مرسته وکړه او د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره يې خپل په زرګونه اتباع افغانستان ته راولیږل تر څو د روس په خلاف وجنګیږي، خو د افغانانو یا د اسلام سره د خواخوږۍ په خاطر نه بلکې د امریکايي ګټو د تحفظ په خاطر.
🔸د امریکایانو په امر له طالبانو سره اړیکې پریکول او په هغوی بندیزونه وضع کول.
🔸په الجزایر کې د اسلامپالو قدرت ته د رسیدو مخنیوی او د دوی په ځپلو، شړلو، وژلو، اسیرولو کې بې دریغه همکاري.
🔸په سوډان او صومالیه کې د اسلامپالو قدرت ته رسیدو مخنیوی.
🔸د ایران په ضد د صدام هغه جګړې مرسته چې ګټه يې امریکایانو یوړه.
🔸بیا د صدام په ضد د خلیج په جګړه کې د امریکایانو مرسته او هغوی ته نظامي اډې ورکول.
🔸د افغانستان په وړاندې په جوړ شوي صلیبي ائتلاف کې ګډون او له صلیبیانو سره پراخې مالي مرستې.
🔸د عراق په خلاف په جوړ شوي صلیبي ائتلاف کې ګډون او پراخه مرسته.
🔸په عراق کې د امریکایانو له ماتې وروسته هلته د مجاهدینو تر مینځ نفاق خورول.
🔸په غزه کې د اسرائيلو د خوشالۍ لپاره د حماس مرګوني محاصره.
🔸په یمن کې د مجاهدینو په وړاندې د ترسره کیدونکو امریکايي ډرون بریدونو انسجام.
🔸په یمن کې د حوثیانو په وړاندې جنګیدونکو مجاهدینو د شا لخوا وار.
🔸په مصر کې د سیسي قاتل ملاتړ او د اخوانیانو د حکومت په راپرځولو کې د سعودي دولت پراخه نظامي او مالي مرسته.

او وروستۍ يې دا چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو بد او د مجاهدینو شکنجه کونکي زندانونه په پاکستان او سعودي کې شتون لري، هلته هغه مجاهدین زنداني شوي چې یواځې امریکايي ګټو ته خطر وي هر څه د امریکایانو د خوشالۍ لپاره.

خو د امریکا په دربار کې د ال السلول د کورنۍ دا ټول خدمتونه ونه منل شول او دا دی سعودي دولت د تروريزم په تور محاکمه کیږي.

زموږ غلامان باید له دې حالت عبرت واخلي او باور ولري چې همدا د دوی بادار چې نن ورته دوی افغان وژني، افغان بندي کوي، په کور يې چاپه وهي، یوه ورځ به د دوی په لاس وژل کیږي.

د هغې ورځې په هیله چې ټول ګوډاګیان د بادارانو له لورې په سزا ورسیږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې ...