Home / سیاسي لیکني / دسولې عالي شورا د پاكستان د مذاكراتي كمېټې په پرتله

دسولې عالي شورا د پاكستان د مذاكراتي كمېټې په پرتله

لیکوال: قاري سعید خوستی

طبعا دا يو عام سوال ،  ساده لوحه خلك كوي، چې پاكستاني طالبان له پاكستاني حکومت سره خبرو ته تيار دي، نو ولې افغاني طالبان دافغان حكومت سره خبرو ته تيار نه دي؟

هو كي والصلح خير {سوله په ټوله كې خير ده } خو بیا سوله په دوه ډوله ده:

۱_ قرآني صلحه ده

۲-  عنعنوي صلحه ده

په قرأن كې خو له يوه كافر يا باغي سره صلحه په هغه وخت كي جايزه ده چې اول دښمن دصلحې ميلان ظاهر کړي ، وان جنحوا للسلم فاجنح لها وتوكل على الله  {كه دوی دسولې خواته ميلان وښود نو ته هم صلحې ته مايل شه او په الله توكل وکړه! }  دلته كه ځيرشو نو دا جمله شرطيه ده چې اصولا پكې جزاء په شرط مرتبه وي، په دي معنى که شرط موجود وي نو جزاء به هم وي كه شرط نه وي نو جزاء هم نه شي موجوديدای، كه دوی صادقانه ميلان څرګند کړ، نوبياته هم سولې ته ورمايل شه !

په بل ځای كې  الله تعالى دلومړي ځل سولې پيشنهادولو منع فرمايلې ده ( ولاتهنوا وتدعوا إلى السلم وانتم الأعلون) .

‏{او سستيږئ مه، او دوی صلحې ته مه راغواړئ، په داسې حال کې چې تاسو لوړ ياست!} دلته په صريحو الفاظو  دصلحې له پيشنهادڅخه منع شوې ده.

دنبوي مدني سيرت په مطالعې سره معلوميږې چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم چيري هم كافر ته دسولې پيشنهاد نه دی کړی، كه يو څوك دحديبيې په صلحه دلیل نيول غواړي، نو دحدېبيې صلحه كه په مستند ډول مطالعه کړل شي ، معلوميږي چې د الله رسول صلى الله عليه وسلم دصلحې پيشنهاد نه ووکړی، بلكې  صرف دجنك نه كولو يو اعلام يې کړې وو،(ځکه مسلمانان د جنګ په نیت نه بلکې د حج په نیت حدیبيې ته رسیدلي وو)  چې وروسته د قريشو وفد دسولې پيشنهادوکړ، او كه فرضا ومنو چې نه دالله رسول صلى الله عليه وسلم سوله پيشنهاد کړې وه، نو بيا د اکثرو مفسرينو په دې اتفاق دی، چې دا حكم په پورته ذكرشوي آيت سره منسوخ شوی دی.

۲‏_عنعنوي سوله زموږ په كلتور او عنعناتوكې دقضيې له اصلي اړخ سره صلحه کیږي، كه يو څوك په كلي كې دكلي له خان سره په لانجه اخته وي، خو دی ځي او داميرمحمد دروازه ټکوي چې راشه زما سره صلحه وكره، نو كليوال به يې ليونی  وبولي، ځکه ستا چې له چا سره لانجه ده له هغه سره بايد خپله موضوع حل کړئ!

اوس به راشم دپورتني سوال جواب ته:

منطقوي حالت توپير كوي، په پاكستان كې دسولې هڅې د افغانستان دسولې له هڅو سره څو توپيرونه لري:

۱ــ پاكستانی حكومت په مذاكراتو كې مخلصانه هڅي كوي، په داسې حال كې چې دکابل د سولې عالي شورا ټيکه داران بيا په ځای د دې چې دسولې صادقانه هڅې  وکړي مقابل لوري ته په ډيره مكارانه ژبه پيغور وركوي چې ګواكې دوی دبل چا په لاس كېدي او واك نه لري چي خبري وکړي، په داسې حال کې چې د طالبانو د قطر  پروسې دا هرڅه ولس ته واضح کړل.

۲ــ پاكستاني سوله ييز مذاكرات دموضوع دحل په موخه روان دي، خو بالعكس دعالي شورا ټيكداران كوښښ كوي چې طالبانوويشي او ترمنځ يې يو درز رامينځته کړي،او په دې توګه  خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي.

۳ــ پاكستاني مذاكراتي كمېټې مستقيما دښكيلو خواوو سره ملاقاتونه كړي، خو بالعكس دعالي شورا قرارداديان بيا له يو مجهول  او نامعلوم آدرس سره په خبرو وخت ضايع كوي، له يو داسې چا سره چې هغه دموضوع په هيڅ ډول فريق نه ده ، آغا جان معتصم يا دهغه له ملګرو سره خبرې كول د صلحې په مقدس لفظ ملنډې وهل دي، خبرې خو له هغه چا سره كيږي چې هغه ستا سره په مخالفت كې واقع وي، نو آغاجانيان كله دحكومت په مخالفت كي قرار لري چي بيا حكومت سوله ورسره وکړي؟

آغاجان معتصم چي په واقعي ډول هيڅ كوم بنياد نه لري او نه دافغانستان په يوه ولايت يا ولسوالئ كې كوم نظامي تشكيل لري نو له داسې چا سره خبر كول  څه معنی او ګټه لري؟

دسولې شورا پوهيږي چې كومه لاس ته راوړنه،  نه لري خو په نمايشي سفرونو سره خپلې ډالري تنخواوي هضمول غواړي، تر څو لوبه  دوام پيداکړي او معاشو پرې قطع نه شي.

هو كې! سوال پيدا كيږي چې ولې اسلامي امارت له افغان حكومت سره خبري نه كوي، ځواب يې واضح ښکاري، اسلامي امارت په کراتو ويلي دي چې له داسې چاسره خبرې کول نه غواړي  چې هغه په خپلو ټولو فيصلو كي بې  واكه ده ، ما ته ښکاري دا د طالبانو خورا په ځای دلیل ده.

كه فرضا غلامه اداره يو څه نمايشي واك هم پيداکړي چې  اوس دا سې څه اکتونه روان دي، خو دلته داشغال دتداوم خبره مطرح ده چې افغانانو ته په هيڅ صورت هم د منلو نه ده.

د اسلامي سپيڅلي شريعت د نفاذ په هيله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې ...