Home / سیاسي لیکني / بي بي سي د اسلام نوی تعبير او تفسير غواړي

بي بي سي د اسلام نوی تعبير او تفسير غواړي

قاري سعيد خوستی

موږ د بيان له ازادي وېره نه لرو، معاصر سيکولران دي چي پخپلو جوړ کړل شويو نو‌رمونو معتقد نه دي، هغوی د بيان ازادي د خپلو ګټو تر پولو پېژني کله چي د دوی سودي او مافيايي ملياردرانو ګټي له خطرسره مواجه کيږي پولى ماتوي او سانسور رامينځ ته کوي.

زما يو د ترور زوی دی انجينر دی او له کومي خارجي مؤسسې سره کار کوي له اته کاله ځنډ وروسته مې څه موده وړاندي وليد، ډېر راته خوشال شو او دستي يې په بحث شروع وکړه .

–    راشئ خپل وطن ته! سوله وکړۍ! له مشروع لارې ځان واک ته ورسوئ! دا د پاکستان غلامي پرېږدئ! انتخاباتو کې شريک شئ او نورې ډيرې ميډيايي اوتې بوتې…….

ما لنډ ځواب ورکړ: د بيان په ازادي خو باور لرئ کنه؟
ويل يې: ولي نه.
–     زه دولت ته تسليمېږم او د دېرشو څلوېښتو په شاوخوا  کې مسلح ملګري هم راسره دي خو په يوه شرط!
سړي له ځاپه راټوپ کړل : شرط دې وايه!
–    شرط مې دادی چي زه غواړم په ‌خوست کې پخپل لګښت او د عامو خوست مېشتو په لګښت يو تلويزيوني چينل او يوه ايف ايم راډيو خلاصه کړم، دولت ته د دې تضمين هم ورکوم چي ستاسې په څېر به له کومې خارجي منبع څخه خپل مصارف نه تر ګوتو کوم، خو د بيان د ازادي ‌د اصل تر چتر لاندې به زما دا حق خوندي وي چې هر هغه څه چې د اسلام او ملي ګټو(د يوه آزادافغان په تشريح) سره په ټکر کې نه وي نشروم.

سړی څه ساعت غلی و وروسته يې وويل: نو ته به بيا د جهاد خبرې کوې!

ما ورته وخندل چې خو ما مخکې د خپلو نشراتو لپاره پوله وټاکله. حضرت عمر رضی الله عنه دجمعې په ورځ په منبر ودريد، وويې ويل:

من يعالج اميرالمؤمنين لوانتهک حرمات الله؟
ژباړه: که اميرالمؤمنين د الله تعالی حدود مات کړل څوک به يې مخنيوی وکړي ؟
د شا له خوا ورته يوبانډچي را پورته شو او توره يې ورته له تيکي را وايسته او ويې ويل:
اناوالله لاقومنک بهذا السيف
ژباړه: په الله قسم زه به دې په ‌دې توره سم کړم!

موږ د بيان داسې ازادي ته معتقد يو، لويديځ د بيان ازادي د اسلام په وړاندې همدومره کاروي چې هلته کارټون جوړ کړه، هلته په قرآن نقد وکړه، هلته په الله تعالی نقد وکړه .که په لويديځه دنيا کې ريښتيا بيان آزاد وي نو ولې يو څوک د هالوکاسټ کا‌ذبې ټولوژنې په اړه خوله نشي چوله کولی؟

اسلام د نو‌رو د توهين فلسفه په ولاتسبوا الذين يدعون من دون الله فيسبوا الله عدوا بغيرعلم سره ردوي همدا لويديځه ميډيا ده چې د حقيقي اسلام د بدنامولو لپاره شپه ورځ مصروفه ده په ليبيا کې اعدام شوي ۲۱ دقبطي کليساکارکونکي دوی مصري کارګران راپېژني امريکايي پوځي چې عراقيان په سولۍ کړي هغه مسلمان وخېژي د کساسبه په اور سوځول ناروا خو د کساسبه له خوا په فاسفورسي بارودو دعراقي ولس سوځول روا دي.

اصلاً د يو ژورناليست د شخصيت پېژندنې لپاره همدومره بس دی چې د خپرونې په مهال کاغذونه په لاس کې ورکړل شي او ورته ليکل شوي مواد د سانسور د قانون له مخې زمزمه کوي چې د خپل ضمير په غوښتنه نه پکې څه کموی شي نه زياتوی، خو همدا د لويديځو ميډيا يي ادارو روبوټونه بيا ځان يو ازاد انسان معرفي کوي او يو څه وخت وروسته بيا د سياسي چارو شناند هم شي.

پرون بې بې سي پرخپله فيسبوک پاڼه ليکلي ؤ :
ايا د دې وخت نه دی را رسېدلی چې د اسلام نوی تعبير او تفسير وړاندې کړل شي؟

بې بې سې چې د نوي کور نوي ژوند ډرامه يې هم ناپييلي پاتې نه شوه او د طالب ژوند يو او کنټروليدنکوماينونو ته يې پکې ځاي ورکړ دا دی د اسلام په تعبير او تفسير پسې يې هم را واخيسته.

بې بې سي چې په ۱۹۲۲ز کال کې يې خپل نشرات پيل کړل اوس مهال نږدې ۲۳۰۰۰ کارکونکي لري او په ۲۸ مختلفو ژبو خپرونې کوي. په لومړي سر کې دا اداره شخصي وه چې وروسته دولتي چوکاټ ته ننویستل شوه او حالاً د دې ادارې ټولې لوژيستيکي او ديپلوماتيکي چارې د برطانيې دولت پرمخ وړي.

په هلمند کې د يو برطانوي قاتل او اشغالګر سرتيري او د بې بې سې راډيو د کارکونکي تنخوا له يوې مرجعې او يوه بانکه ورکول کيږي هغوی چې په نظامي برخه کې روزل شوي ايجنټان لري په فرهنګي برخه کې هم خپل چاپلوسان لري چې د اسلام د نوي تعبير او تفسير تږي دي.

د اسلام نوی تعبير په څه معنی؟
يعنې هغه اسلام چې جهاد، دفاع، حدود، ولاء او براء پکې نه وي ؟
نو دا معنی چې د قرآن هغه برخه ‌چې په دې برخو مشتمله ده بايد وغورځول شي؟

په داسي حال کې چې که يو مسلمان د قران له يوې کلمې هم منکر شي ياپه دې عقيده وي چې ګواکې دا حکم د زماني تحول سره سر نه خوري مسلمان نه بلل کيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې ...