Home / سیاسي لیکني / اختر ته له سنګره!!!

اختر ته له سنګره!!!

لیکوال: قاري سعيدخوستی

اختـــــــــــره! كه دې يقين نه كيږي چي مابه لمانځلى وې نو راشه زما ټوپك او چانټه وګوره!

كه دې يقين نه كيږي چي مابه لمانځلى وې نو راشه زما ببر سر وګوره!

كه دې يقين نه كيږي چي مابه لمانځلى وې،  راشه زما له خولو او خيرو ډکې جامې  وګوره!

كه دې يقين نه كيږي چي مابه لمانځلى وې،  راشه زما په ګردونو  خړ پړ بوټان وګوره!

زما ستړې اختره !  زه به تا هلته سم ولمانځم چي وطن مې له وحشي درندګانو آزاد کړم.

اختره ! زه به تا هلته پوره ولمانځم چي دشهيد جانان د زنكدن په سلګيو كې راته وييلى آرمان پوره کړم. هوکې! اسلامي نظام يادوم.

اختره!  زه به تاهلته په نویو جامو کې ولمانځم چي دشهيد جانان ديتيمانو اوښكې وچې کړم.

اختره!  زه به تابیا هلته ولمانځم چي زما ديتيمانو سوې کړيکې  په خندا بدلې شي.

اختره!  زه به تا هلته ولمانځم چي دپنجرو شاته خپل اسير ملګري راخلاص کړم.

ای زماخوږه اختره!  ته چي هر ځل  راځې ماته اوښكې  راوړې،  ماته سلګۍ  راوړې،  ماته فريادونه او آهونه  راوړې!

اختره !  نن دې  بيا زما يتيمان وژړول او  نن دې  بيا زما کونډې په سرو سترګو کيښنولې!

آيا پوهيږې اختره! چې  ديتيم مور  ترسهاره خپل زوى په دې غلطولو چي پلار به دې  تر سهاره راشي؛ خو  چې بچی يې  سهار له خوبه راويښ شو مور ته په جانماز كينستو………………….! آه  آه آه

مورې! بابا راغلى دى؟

چي دمور سترګې  يي وليدي چي له اوښكو دنډې  شوې يتيم چيغي او کوکې کړې، موري!  لكه چي پلار مې زه هير کړی  يم او نور نه راځي.
پلار ماته ولې نوې جامې نه  راوړي؟

پلار ماته ولې منديي نه راكوي؟

پلار ماته ولې نوي بوټان  نه دي راوړي؟

مورجانې!  زموږ  دچم خلكو خو  ډيرې ميوې  راوړې،  موږ ولې ميوه نه راوړو؟

مورجانې!  زه په اختر کې  دباندې نه ځم،  ماشومان پيغور راكوي چي ستا نوې جامې نشته.

مورجانې!  زه دباندي نه ځم،  ماشومان راته وايي چي ستاخو پلار نشته.

مورجانې!  زما پلار څه شو؟

مورجانې!  ريښتيا زما پلار نشته؟

ښه ښه!  مورجانې  ته مه ژاړه،  زه نوې جامې نه غواړم،  زه نوي بوټان هم  نه غواړم.

مورجانې! ولې،  ستاهم پلار نشته چي ژاړې؟

مورجانې!  دادى نه ژاړم؛  خو ته غلې شه!

هوکې اختره!  ستا په راتلو مې ويده پرهرونه بيا راويښ شول.

اختره!  ته په يوه  ويده ولس راغلې،  زماد ګاونډي  دماشومانو تازه ميوې،  نوې جامې زما يتيم ډير ځوروي.
اختره! داځل خیر، نور په موږ رحم وکړه بیا مه راځه.

اختره ! چې هرځلې ته راځې زما يتيمان ژړوې!

اختره ! خبرشوم، چې  ګوانتانامو، بګرام او پلچرخي ته هم تللی وې.

سنګه،  هلته زما مظلومو اسيرانو په زولنو ونه لمانځلې؟

هغوى ته خو به دې نه وي ويلي چي زه اختر يم ؟

ګوره  داسې نه چي هغوى دې  ځورولي وي؟

هغوى خو داختر په سهار له ډيره غمه تر ماسپيښينه ويده وي،  چې راويښ کړي  خو به دې نه وي؟

اختره ! همدا اوس مې يو ملګری شهيد شو،  سرته يې ناست هغه ته به ستا مباركي سنګه ورکړم؟

اختره!  هغه بلې خوا،  راته دوه سره ټټر زخميان پراته دي، اوبه غواړي، صبر زه اوبه ورکړمه بیرته راځم.

وخ وخ وخ داخو دواړه  شهيدان شوي دي ياالله ! ياالله! ياالله!

ياالله!  ته زموږ د یتيمانو سوې کړيکي واوره.

ای ربه!  ته زموږ دا يتيم، شهيد، مهاجر او زنداني اخترونه نور د فتحو په اخترونو بدل کړه.

ياالله! دحضرت عبدالله رضی الله تعالی عنه ديتيم حضرت جابر رضی الله تعالی عنه په شان زما په يتيمانو هم ورحميږه.

ياالله! ته زموږ د مظلومو اسیرانو په اختر رحم وکړه. آمين ياربَّ العلمين

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د متی نصر الله چیغه ( مناجات )

لیکوال: قاري سعید خوستی آي رب العالمینه: آی د کایناتو مالکه ډیرې ...