Home / سیاسي لیکني / افغانان یواځې همدا پردي غلامان دي؟

افغانان یواځې همدا پردي غلامان دي؟


قاري سعید خوستی

ډیر ځله به مو لیدلي وي چې د طالبانو د کارنده بریدونو ورسته په ارګ پورې تړلي رسنوال همدا یوه جمله زمزمه کوي چې طالبانو نن بیا افغانان ووژل، خو سوال دا ده چې ایا افغانان یواځې همدا پردي مزدوران دي؟

دا شپاړلس کاله چې همدا امریکایی مزدوان یرغلګر د افغانانو په کورونو ننباسي، افغانان ورته نیسي، افغانان ورته تړي، افغان میرمنې ورته بې عزته کوي، هغوي افغانان نه دي؟ تراوسه خو اشغالګرو او د دوي مزدورانو د هیڅ پنجابی په کور چاپه ونه وهله او نه یې کوم پنجابي بندي کړ خو که بمبار کیږي د افغان په کور، که نړیږي د افغان کور، که بچیان یتیمان کیږي د افغان، که د تورو تمبو شاته غورځول کیږي افغان دی.

دا پرون چې اشغالګرو د همدې مزدورانو په مرسته په اچین کې ووژل، افغانان نه وو؟

دا پرون چې اشغالګرو د همدې مزدورانو په مرسته په کنړ کې ټوټې ټوټې کړل، افغانان نه وو؟

دا پرون چې اشغالګرو د همدې مزدورانو په مرسته او جاسوسۍ په وردګو کې لولپه کړل، افغانان نه وو؟

دا د هیواد په ګوټ ګوټ کې چې یرغلګرو او د دوي د مزدورانو له لورې وژل کیږي، افغانان نه دي؟

او بل احمقانه منطق!

وایي د امریکایانو د بمباریو او د اشغال د دوام لامل په خپله طالبان دي خو د دې عام فهمه بیلګه داسې ده لکه څوک درته ووایي زه بیګاه ته ستا کور ته دراوړم ځکه ستا په کور کې ستا پیغله لور ناسته ده او ته یې ماته نه راکوې.

د ارګ او امریکایی سفارت مزدورې رسنۍ فکر کوي ولس دا پنځلس کاله ویده ؤ او دا یو کال کیږي چې راویښ شوي. دلته یو نظام شتون درلود. اشغالګر د کورنیو مزدورانو په ملتیا راغلل او شعار یې دا ؤ چې طالب به یا وژل کیږي یا به نیول کیږي دریمه لار نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

بي بي سي د اسلام نوی تعبير او تفسير غواړي

قاري سعيد خوستی موږ د بيان له ازادي وېره نه لرو، معاصر ...