Home / دیني لیکني / د افغانستان د معضلې دیني اړخ

د افغانستان د معضلې دیني اړخ

قاري سعید خوستی

د ٢٠٠١م کال راهیسې موږ په یوه داسې جګړه کې ښکیل یو چې نه پای ته ورسیده او نه يې لاهم د پای ورځ معلومه ده. لویدیځوال په ټول زر او زور دلته راغلل، دولت يې جوړ کړ، پوځ يې جوړ کړ او د ترهګرۍ په نوم يې وژنې، نیونې، شکنجې، بمبارونه او جنایتونه ترسره کړل. د ټولو منل شویو نړیوالو نورمونو په اساس یو دولت نه شي کولی چې د بل دولت ارضي تمامیت تر پښو لاندې کړي او هغه هیواد اشغال کړي. د ټولو ملتونو هغه که یهود دي، نصارا دي، سیکولاران دي، هندوان دي، بدمتان دي، شغلیان دي؛ په اند دا منل شوی اصل دی چې له ځان، خاورې، وطن دفاع د هر انسان مسلّم(منل شوی) حق دی. په تیر تاریخ کې مو لیدلي چې د لویو امپراطوریو څخه د نورو دینونو او ملتونو خلکو هم ازادي ترلاسه کړي او د دوی د اشغال په وړاندې يې بې دریغه قربانۍ ورکړي او د اشغال هغه که تر هر عنوان او چتر لاندې وي، په وړاندې يې جنګ خپل حق بللی. پنځلس کاله کیږي چې افغانان د امریکا د امپریالیستي بانډ په وړاندې په مباررزه بوخت دي. د نړۍ پرمخ ټول ازاد ملتونه دا د افغانانو منل شوی حق بولي.

دا چې موږ له یوې خوا ازاد ملت پاتې شوي یو له بلې خوا موږ د اسلام مبین دین ته ګروهمن یو او موږ یوه سنتي ټولنه یو. په داسې یوه حالت کې موږ ته خپل دین څه حکم کوي؟ د امریکايي اشغال سره سم دلته ځیني پلورل شوي درباري ملایانو کوشش وکړ، ترڅو د اشغال او احتلال په وړاندې دیني نصوص تحریف کړي او اشغال توجیه کړي. موږ په لنډو د قران او سنت او د څلورو مذهبونو له نصوصو څخه د اشغال په وړاندې حکم واضحوو.

{قران کریم}

د جهاد په اړه قراني نصوص تر ٥٠٠ هم اوړي چې د جهاد دفاعي او تهاجمي دواړه ډوله يې واضح کړي. دا چې موږ اوس په دفاعي جهاد کې یو نو لاندې یو ایت زموږ د موجوده حالت لپاره کفایت کوي.

أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلاَّ أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَواتٌ وَمَساجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيراً وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ [سورة الحج (٢٢): آية ٣٩ ، ٤٠]

هغوی چې ورسره جنګ شوی، له دې امله چې مظلومان دي،  ورته د دفاع اجازه ورکړل شوې. الله تعالی د دوی په مرسته توانا دی. دا هغه خلک دي چې د کافرانو له لورې په ناحقه له خپلو کورونو شړل شوي.  هوکې د دوی یواځینی جرم دا دی چې دوی وايي: زموږ پالونکی الله دی.

{نبوي ص سنت}

د افغانستان د اوسني حالت لپاره موږ له نبوي ص سیرت څخه لومړی د احزاب یا خندق د غزا بیلګه لرو چې کافرانو غوښتل مدینه اشغال کړي. په مدینه کې له معلولینو پرته هیچا ته اجازه ورنکړل شوه چې په غزا کې شرکت ونکړي. بله بیلګه يې د تبوک غزا وه چې رومیانو غوښتل په مدینه برید وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له منافقینو پرته د هیچا عذر ونه منلو او هغه صادق مسلمانان چې له غزا پاتې شوي ؤ، درې پنځوس ورځې ورسره هر ډول پریکون اعلان شو.(صحیح البخاري كتاب المغازي باب قصة كعب بن مالك جـ٢صـ١٧٨)

{حنفي فقه}

امام فخرالدین زیلعي لیکي:

ژباړه: جهاد هغه مهال فرض عین (يعنې په هرسړي جدا جدا لازم)دی چې کله دښمن پر مسلمانانو برید وکړي. ښځه به د خاوند، غلام د مولی له اجازې پرته وځي.(تبیین الحقایق جـ٣ صـ٢٤١)

امام ابراهیم بن محمد حنفي لیکي:

ژباړه: که دښمن د مسلمانانو په خاوره هجوم (يرغل)راوړي، په مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي. ښځه د خاوند، غلام د مولی له اذن (اجازې)پرته باید ووځي.(ملتقی الابحر جـ١صـ٤٠٩)

امام زين الدين بن نجيم حنفي ليكي:

ژباړه: له هجوم (یرغل)څخه هدف د مسلمانانو په یوه معین ښار د کافرانو برید دی. د اشغال شوي ښار په ټولو اوسیدونکو جهاد فرض عین دی که دوی د دفاع توان نه لرلو، په نږدې خلکو د دوی مرسته فرض عین ده که هغوي نه شول توانیدلی، له ختیځ تر لویدیځ پرټولو مسلمانانو د دې خلکو دفاع فرض عین ده.(بحرالرائق جـ٥صـ٧٨)

علامه ابن عابدین شامي لیکي:

ژباړه: که دښمن د مسلمانانو په خاوره هجوم (برید)راوړي، په مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي. یعنې کافران د مسلمانانو ښارونو ته ناڅاپه ننوځي. دا حالت نفیرعام(ټولیز وتل) نومول کیږي.(ردالمحتار علی الدرالمختار جـ٤صـ١٢٧)

علامه عبدالغني الدمشقي ليكي:

ژباړه: که دښمن د مسلمانانو په خاوره تجاوز وکړي، جهاد فرض عین دی چې ښځه به د خاوند، غلام د مولی له اذن(اجازې) پرته وځي.(اللباب في شرح الکتاب جـ٤صـ ١١٥)

امام سرخسي لیکي:

ژباړه: کله چې نفیر عام وي او دښمن زموږ په خاوره برید وکړي د مسلمانانو مال، ځان، اولاد غیرمحفوظ شي، جهاد فرض عین ده. اولاد ته له مور پلار اجازه غوښتل لازم نه دي ځکه الله تعالی فرمايي: إنفروا خفافاً وثقالاً. (شرح السیرالکبیر جـ١صـ١٩٩)

{فقه مالكي}

امام ابوعبدالله خرشي مالکي لیکي:

ژباړه: جهاد هغه مهال فرض عین ده، کله چې کافران د مسلمانانو په خاوره برید وکړي.(الخرشي علی الخلیل جـ٣صـ١١١)

امام محمدبن يوسف غرناطي مالكي ليكي: ژباړه: هغه مهال چې کافران د مسلمانانو خاوره اشغال کړي، په مسلمانانو جهاد داسې فرض عین دی لکه لمونځ او روژه. ټول به وځي پیاده او سپاره، بوډاګان او ځوانان. هیڅوک اجازه نه لري چې په وتلو قادر وي خو ونه وځي. تردې که څوک د جنګ توانايي نه لري، د مسلمانانو د ټولي د زیاتوالي لپاره دې ګډون وکړي.(التاج والإكليل لمختصرخليل جـ٤صـ ٥٣٩)

علامه محمد بن عرفه مالكي ليكي:

ژباړه: کله چې کافران د مسلمانانو په خاوره حمله وکړي، جهاد فرض عین ګرځي. (الشرح الکبیر للدردیرجـ٢صـ١٧٤)

{شافعي فقه}

د مذهب امام ابوعبدالله بن ادریس الشافعي لیکي:

ژباړه: د کافرانو د اشغال په وړاندې جهاد فرض عین ده.(الأم للشافعي جـ ٤صـ ١٧٩)

امام ابواسحاق شيرازي شافعي ليكي:

ژباړه: د مسلمانانو په خاوره د کافران د تجاوز او تیري په وړاندې په ټولو مسلمانانو جهاد د لمانځه او روژې په څیر فرض ده. (المهذب في فقه الإمام الشافعي جـ٣صـ٢٧٣)

لوي شافعي عالم امام ابوزكريا النووي ليكي:

ژباړه: زه وایم: د زمکې پر مخ چې په هر ښار کې په لااله الا الله محمد رسول الله کلمه ویونکو د کافرانو له لورې برید وشي، جهاد فرض عین جوړیږي او جهاد د اسلام د نورو پنځو بناوو په څیر شي.(المجموع شرح المهذب جـ ١٩ صـ ٤٦٢)

امام خطیب شربیني شافعي لیکي:

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم هغه مهال چې د کفارو ډلې په مدینې د حملې لپاره راټول شو جهاد فرض عین وګرځیدو. په همداسې حالت کې جهاد فرض عین ګرځي. (مغني المحتاج جـ ٦صـ ٨)

{حنبلي فقه}

امام موفق الدين مقدسي دمشقي معروف په ابن قدامه حنبلي لیکي:

ژباړه: کله چې کافران د مسلمانانو په خاوره راکوز شي او هجوم راوړي، په دوی جهاد فرض عین ګرځي.(المغني لإبن قدامة جـ ٩ صـ ١٩٧)

امام علاؤالدین دمشقي حنبلي لیکي:

ژباړه: څوک چې د مسلمانو جنګي صف ته حاضر شي یا کافران د ده ښار ته راشي حمله وکړي، د امت د ټولو امامانو په اتفاق جهاد پرې فرض عین ګرځي.(الانصاف للمرداوي جـ ٤ صـ١١٧)

د معاهد او مستأمن اصطلاح

ځینې د دربار ملایان د اشغال د توجیه او د مسلمان ځوان نسل د ګمراه کولو لپاره استدلال کوي چې دلته راغلي کافران معاهدین (هغوی چې تړون ورسره شوی وي)یا مستأمینین (هغوی چې د مسلمان بادشاه له لورې امن ورکړی شوی وي)دي.

اګر چې داسې شکوک په ځواب نه ارزي او دا خلک غواړي عبارتونه تحریف کړي خو بیا هم د څلورو مذهبونو فقهاء او امامان په دې یوه خوله دي چې لومړی خو معاهد او مستامن د مسلمان په خاوره کې د وسلې سره نشي ګرځیدلی او دویم دا چې معاهد او مستامن له یوه کال زیات وخت نشي تیرولی چې له کال وروسته به یا ووځي او یا به جزیه مني.له دې علاوه دلته خو مستامینین او معاهدین د واک ټولې واګې په لاس کې لري، نیونې کوي، وژنې کوي او په هیڅ ډول جنایت دریغ نه کوي.

(له یو کافر څخه د بل کافر په ضد مرسته ترلاسه کول)

امام محمد بن حسن الشیباني رح لیکي:

ژباړه: له کافرانو څخه د نورو کافرانو په ضد کومک غوښتل باک نه لري خو هله چې حکم د اسلام غالب وي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنو قریظه یهودانو په ضد له بنوقینقاع یهودانو څخه مرسته اخیستي وه. امام محمد رح له نبوي سیرت څخه نور ګڼ مثالونه وړاندې کړي. (شرح السیر الکبیر جـ١صـ١٤٢٢)

امام کاساني حنفي لیکي:

ژباړه: مسلمانانو ته د یو کافر په وړاندې له بل کافر مرسته اخیستل روا نه دي خو که حاجت ؤ، بیا روا دي.(بدائع الصنائع جـ٧ صـ١٠١)

امام كمال الدين بن همام ليكي:

ژباړه: ایا له کافر څخه د بل کافر په وړاندې مرسته اخیستل روا دي؟ هو چې کله ضرورت وي. دا د امام شافعي او ابن المنذر رایه هم ده.(فتح القدیر جـ١٣صـ٣٠)

امام نوي هم له شافعیانو څخه په دې شرط چې د فیصلو او حکم واګې د مسلمانانو سره وي، جواز قول نقل کړی.(روضة الطالبين  جـ١٠ صـ٢٣٩)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د نارينه لپاره د پتلون اغوستل څنګه دي

د پتلون اغوستل څه حکم لري؟ سعودي عربستان ، طائف ځواب بسم ...